به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د دولتی کارکونکو لخوا داملوپه ضد خاص جرایم

سال

: 2020.11.07

ګروه ها

: حقوق و علوم سیاسی

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 70

کد فایل

: 546

مقطع

: لیسانس

 سریزه: الحمد الله رب العلمين وصلواة وسلام علي اشرف الانبياء والمرسلين وعلي اله واصحابه واتباعه وزوريته واهل بيته اجمعين . امابعدفقدقال الله تعالي في قرآنه مجيد وايذاً قال الرسول الله صلي الله عليه وسلم  : لعن الله علي الراشي والمر شي والراش الذي عيشي  بينهما . څرنګه چې ښکاره خبره ده دنړۍ په ټولو هېوادونوکې هرحکومت ددولتي چارو دپرمختګ اوتر سره کولو لپاره خپل مامورين مقرروي ترڅوپه دولت پوري اړونده چاري پر مخ بوزي اوهمدارنګه دا دولتي کارکونکې دي چې په اداري اونورو دولتي برخوکې دخلکو خدمت کوې اوکه چېري داکارکونکي نوي نودولتي چاري نشي ترسره کېداى . خوکله چې دولت د دولتي کارونو داجراکولو لپاره مامورين استخداموي نودهغوئ دواک،صلاحيت اودکارونو داجرادڅرنګوالې لپاره ورته قواعد اومقررات وضع کوي تر څو ددې قواعدو اومقرراتو په چوکاټ کې خپلې کړنې عيارې کړې اوددې قواعدو مطابق د خپل واک اوصلاحيت څخه استفاده وکړې . اوس که چېري  دولتي کارکوونکى  ددې وضع شويو مقرراتو څخه تېرى کوې اودچاروپه ترسره کولو کې دهغه مراعت نکوي نود دوى دا ډول عمل يوقانوني تخلف ګڼل کېږي چې په نتېجه کې ورته جزايې مسؤليت راجع کېږي چې دامسؤليت به يا اداري،يا مدني اوياجزايې وي . نوکه چېري دولتي کارکوونکى دداسې قانوني مقرراتو څخه سرغړونه وکړې چې په پايله کې ورته جزايې مسؤليت راجع شې نوداسې سرغړونو ته ددولتي کارکونکو جرايم ويل کېږي  .چې د دولتي کارکونکو جرايم بياپه لومړى قدم کې په دوو برخو وېشل شوې دي چې يو هغه جرايم دي چې د دولتي کارکوونکى پرته نورعادي خلک هم هغه ترسره کولاى شې لکه سرقت ،قتل ،حريق اوداسې نور دوهم يې هغه ډول جرايم دي چې  د دولتي کارکوونکى څخه پرته نورعادي اشخاص  هغه نشې ترسره کولا ى چې دې ډول جرايموته د دولتي کارکونکوخاص جرايم ويل کېږي چې داجرايم بيا مختلف ډولونه لري چې يو ډول دهغوئ  څخه يې  داموالو په ضد جرايم دي لکه اختلاس ،رشوت ، غيرقانوني تصرف اوتدليس . ددې جرايمو دتحقق لپاره داضروري ده چې دهغه مرتکب به دولتي کارکوونکى وي اودبلې خوا داهم ضروري ده چې داجرم به يې دوظيفې داجرا په مهال ترسره کړى وي  چې زمادمونوګراف دموضوع ستراتيژيکه نقطه هم دغه ددولتي کارکونکو لخوا اموالو په ضد خاص جرايم دي . که څه هم دايوه پراخه موضوع ده اوزياتې راټولونې ته اړتيا لري خوموږ تر خپله وسه پورې په دې موضوع پورې داړونده جرايمو دجملې څخه هر يو جرم په لنډ ډول تعريف کړى اودهغه دخصوصياتو ،خصوصې متشکله عناصرو ،مجازاتو اوداسې نورو برخوکې يوڅه راټولونه کړې ده ،هيله ده چې په دې برخه کې مويوڅه ناڅه کار کړى وي.

.

 فهرست

عنوان                                                مخ

سرېزه ١

لومړى فصل ٣

رشوت ( بډي)  ٣

لومړى مبحث درشوت پيژندنه ٣

الف درشوت لغوي تعريف  ٣ 

ب  درشوت اصطلاحي تعريف  ٤

دوهم مبحث : رشوت داسلام دمبارک دين له نظره ٧

لومړي مطلب : رشوت دقرانکريم له نظره  ٧

دويم مطلب  رشوت دسنتواورواياتو له نظره  ١٢

لومړى جز لمړۍ دسته روايتونه   ١٢

دويم جز دويمه دسته روايتونه  ١٤

دريم مبحث   درشوت موضوع ١٥

الف  درشوت وړ وجوه (پيسې (١٥

ب  درشوت وړ مال ١٥

ج  په رشوت کې دپيسو دورکړي دسند ورکول :  ١٦

څلورم مبحث :درشوت دجرم متشکه عناصر ١٧

لومړى مطلب قانوني عنصر ١٧

دويم مطلب : دجرم مادي عنصر ١٨

لومړى جز:درشوت دمرتکب له حيثه ١٩

دويم جز: دمرتکب د فزيکې کړني له حيثه ٢٠

دريم جز: درشوت د موضوع له حيثه   ٢٠    

څلورم جز:دولتي مامور دوظيفې له حيثه ٢١

دريم مطلب : معنوي عنصر ٢١

شپږم مبحث :درشوت دجرم مجازات  ٢٣

لومړى مطلب : درشوت دجرم مجازات دافغانستان دقوانينوپه اساس ٢٣

لومړى جز: اصلي جزاګانې ٢٣

دويم جز: تکميلي جزاګانې ٢٥

دويم مطلب : درشوت دجرم مجازات دايران دقوانينوپه اساس ٢٥

لومړى جز: درشوت ورکوونکي مجازات ٢٥

دويم جز: درشوت اخيستونکي مجازات ٢٦

دريم جز : درشوت دوسيلې مجازات  ٢٧

تبصره :درشوت دجرم ګڼلو منطق ٢٨

دويم فصل  ٢٩

اختلاس ٢٩

لومړى  مبحث : داختلاس پيژندنه ٢٩

الف : داختلاس لغوي تعريف ٢٩

ب: داختلاس اصطلاحي تعريف ٢٩

دوهم مبحث : داختلاس دجرم ځانګړتياوي ٣٠

الف: ددولت کارکونکو ته دمال سپارلو له نظره ٣٠

ب: دجرم دموضوع له نظره ٣٠

ج  دجرم دمرتکيب له نظره ٣١

د :داختلاس دجرم دارتکاب دڅرنګوالي له نظره ٣١

هـ : اختلاس يوقصدي مقيد جرم ده ٣١

دريم مبحث :داختلاس دجرم موضوع ٣٢

څلورم مبحث : داختلاس کونکي اداري موقف ٣٤

الف : د دولت کارکونکي ٣٤

ب: دغير دولتي مؤسيسواوعمومي بنسټونو کارمندان ٣٤

ج : دقضايې اوغير قضايې پايو لرونکي ٣٤

د : دمسلحو قواو کاکونکي ٣٤

پنځم مبحث : داختلاس دجرم متشکله عناصر ٣٤ 

لومړى مطلب قانوني عنصر  ٣٥

دويم مطلب :مادي عنصر ٣٦

لومړى جز: مال به د دولتي مامور په اختيار کې ورکړل شوى وي ٣٧

د ويم جز: مال به دولتي مامور ته په قانوني ډول تسليم شوى وي  ٣٧

دريم جز: مال به دولتي مامور ته دوظيفي په اساس سپارل شوى وي ٣٧

څلورم جز:مال به ياددولت وي يابه دولت ته په امانت سپارل شوى وي  ٣٨

پنځم جز:داختلاس دجرم موضوع بايد مشخص اموال وي ٣٨

درېم مطلب داختلاس دجرم معنوي عنصر ٣٨

شپږم مبحث :داختلاس دجرم مجازات ٣٩

لومړى مطلب :داختلاس دجرم مجازات دافغانستان دقوانينو په اساس ٤٠

لومړى جز :اصلي جزا ګانې ٤٠

دوهم جز   تکميلي جزا ٤٤       

دويم مطلب :دايران په قوانينو کې داختلاس دجرم مجازات ٤٥

اوم مبحث داختلاس په جرم شروع اود هغه مجازات ٤٨

لومړى مطلب: داختلاس په جرم شروع ٤٨

دويم مطلب : داختلاس په جرم دشروع مجازات ٥٠

لومړى جز:دافغانستان قوانين ٥٠

دوهم جز: دايران قوانين ٥٠

دريم فصل  ٥٢

غيرقانوني تصرف ٥٢                                          

لومړى مبحث دغير قانوني تصرف پېژندنه ٥٢

دوهم مبحث دغيرقانوني تصرف خصوصيات ٥٤          

دريم مبحث دغيرقانوني تصرف دجرم متشکله عناصر ٥٥

لومړى مطلب قانوني عنصر ٥٥

دويم مطلب مادي عنصر ٥٦

دريم مطلب معنوي عنصر ٥٦

څلورم مبحث دغيرقانوني تصرف دجرم مجازات ٥٧

څلورم فصل  ٥٩

د دولتي معاملي په مهال تدليس ( فريب)  ٥٩

لومړى مبحث – ددولتي معاملې په وخت دتدليس پېژندنه ٥٩

دوهم مبحث-د دولتي معاملې په مهال دتدليس دجرم متشکله عناصر ٦٠

لومړى مطلب قانوني عنصر ٦٠

دويم مطلب  مادي عنصر اودهغه اجزاوې ٦٠

درېم مطلب معنوي عنصر ٦١

دريېم مبحث- ددولتي معاملې په مهال دتدليس دجرم مجازات ٦٢

تبصره_ دتدليس دجرم داختصاصي عناصرو دنمايش معادله ٦٢

پايله ٦٣

ماخذ ٦٥

ماخذ او منابع

١- قرآنکريم

٢- ابن کثير،امام عمادالرين، ابن کثيرتفسير،پښتو ژباړه،زاهدي احمدزى.(پيښور : داخلاص  جرېدې اداره،١٣٦٧ هـ ل کال )

٣- ااحسان، فضل الله ،رشوت دلغت،قرآن،سنت او اسلامي فقه له نظره.(دعدالت مياشتنۍ مجله ،دعدليې وزارت ،نشراتي ارګان،پرله پسې ٦٩ګڼه /لړم/١٣٨٧ کال )

٤ - دقضائي روزني کورس،دجزادقانون ځانګړي برخه.( کابل:دافغانستان دعدلي اوقضايي چارو پروژه،١٣٨٧هـ ل کال )

٥ -شهرستاني،قضاوت پوه شاه علي اصغر، په محاکموکې داختلاس جرمونو ته رسيدګي.( دعدالت مياشتنۍ مجله ،دعدلېوزارتنشراتې ارګان،پرله پسې٦٨ ګڼه/ميزان١٣٨٧ کال)

٦ -عدليې وزارت ،رسمي جريده ،دجزاقانون ،٣٤٧ ګڼه ،١٣٥٥ کال  

٧ -عزيز،مولوي سلطان، عزيزالتفاسير.(دچاپ کال:١٣٧٢ هـ ل )

٨ -گلدوزيان،داکترايرج، حقوق جزاى اختصاصي.(تهران:موسسه،انتشارات وچاپ دانشگاه تهران،سال ١٣٨٤ هـ ش  )

٩ -مودودي،ابوالاعلي، تفهم القرآن،لومړى ټوک،پښتوژباړه،قيام الرين،کشاف.(پيښور: اداره احياء العلوم،صوپه سرحد،١٣٦٧هـ ل کال  )

١٠- مهاجري،علي، جرايم خاص کارکنان دولت.(تهران:سازمان،انتشارات کيهان،١٣٧٩ )

١١ -ميرمحمد صادقي،داکتر حسين، حقوق کيفر اختصاصي.(تهران:کتابخانه ملي ايران، سال١٣٨٧ هـ ش )

 

 

 

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059